د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په مېړانه د خاورې دفاع کړې. سټولټنبرګ


ينز ستولټنبرګ له افغان حکومت څخه د سولې په خبروکې پرمختګ، بشري حقونو په برخه کې د هڅو زياتولو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه.

د ناټو عمومي منشي ويلي، وسله والو تېر کال اته ځله د افغانستان ښارونو نيولو هڅه کړې خو افغان ځواکونو په ميړانه د خپلې خاورې دفاع کړې.

ينز سټولټنبرګ د چارشنبې په ورځ د افغانستان بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره ولیدل.

له دې وروستو نوموړي خبرې غونډې ته وويل، د افغانستان بهرنيو چارو وزير سره يې د هېواد پر امنيت خبرې کړې اوپر دوه اړخيزه ژمنو يې ټينګار وکړ.

ده زياته کړه، تېرکال وسله والو طالبانو اته ځله کوشش وکړی چې د افغانستان ښارونه ونيسي خو په کې ونه توانېدل.

دا د خوښۍ ځای دی چې افغان حکومت د اصلاحاتو راوستو، د ښې حکومتولۍ ، له اداري فساد سره د مبارزې هڅي کوي، د بشري حقونو ملاتړ کوي او د سولې خبرې پرمخ وړي. ناټو عمومي منشي

عمومي منشي افغان ځواکونه و ستايل چې دده په وينا په کړکېچنو حالاتو کې يې د تلفاتو سربيره د هېواد کلکه دفاع کړې ده.
ستولټنبرګ د خپلو خبرو پر مهال له افغان حکومته د سولې په خبروکې د پرمختګ ، بشري حقونو په برخه کې د هڅو زياتولو او له اداري فساد سره د مبارزې غوښتنه وکړه.

دده په وينا، د سولې په خبرو کې پرمختګ د ناټو او خپله افغانستان لپاره ډېر مهم دی.​

نوموړي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر برهان الدین رباني په وینا وویل چې هغه مننه وکړه چې ناټو په غونډه کې یو ځل بیا له افغان ځواکونو سره ۲۰۲۰ کال تر پایه د پنځلس میلیارده ډالرو ژمنه تایید کړه.

ستولتنبرګ په پولیسو کې د اصلاحاتو پر راوړلو هم ټینګار وکړ.

ستولتنبرګ زياته کړه، ښاغلي رباني ده ته د هغو اصلاحاتو په برخه کې چې په افغانستان کې رامنځته شوي دي معلومات ورکړل.

د ناټو عمومي منشی وويل، دا د خوښۍ ځای دی چې افغان حکومت د اصلاحاتو راوستو، د ښې حکومتولۍ ، له اداري فساد سره مبارزې هڅي کوي، د بشري حقونو ملاتړ کوي او د سولې خبرې پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG