د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په لومړۍ ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي ول په دې انتظار دی په افغانستان کې به د اصلاحاتو په برخه کې یو راپور په نننۍ [چارشنبه] غونډه کې ترلاسه کړي.
د ناټو عمومي منشي وویل چې دا اصلاحات د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره ضروري دي.
سټولټنبرګ زیاته کړه چې په نننۍ غونډه کې به ناټو او شریکان یې له افغانستان سره د ناټو ژمنې نوې کړي.نوموړي په پولېنډ کې د ناټو مشرانو د غونډې ژمنو ته اشاره کوله.
د ناټو مشرانو د جولای په اتمه او نهمه په وارسا کې ژمنه کړې وه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت به تر ۲۰۱۶ میلادي کال وروسته ادامه پیدا کړي.
له افغان ځواکونو سره به د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه مرستې وکړي او د افغانستان له حکومت سره به اوږدمهاله مشارکت ولري.
د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې افغانستان د یاغیانو له بریدونو سره د ژمي په درشل کې هم مخامخ دی، خو د ناټو عمومي منشي وویل، که شخړې دوام وکړي، ناټو به افغانستان یوازې پرې نهږدي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کېري بېګا ماښام د بلجیم په مرکز بروکسل کې روانې غونډې ته وویل د ناټو استازي په داسې وخت کې راټول شوي چې په افغانستان کې وضعیت لاهم کړکېچن دی. نوموړي وویل،"د ناټو غړي او شریکان به یې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني سره هم غونډه وکړي دوی به د غوڅ ملاتړ ماموریت د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړي او د دې پر اړتیا به وغږېږي چې د اوږدمهال په مخه پر افغان امنیتي ځواکونو پانګونه، په یوه داسې چاپېریال کې زیاته کړي چې لا هم کړکېچن او بېثباته دی."
په دا غونډه کې چې د ناټو په مرکز برکسلز کې ترسره کېږي، د ناټو د ۲۸ غړو هېوادو د بهرنیو چارو وزیران او د هغو هېوادونو استازي ګډون کوي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې پوځیان لري.
د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې به افغان پلاوی هم برخه واخلي.