د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان باب د ولسمشر غني څرګندونې وستایل شوې


د افغانستان ولسي جرګې اداري پلاوي د اسيا زړه شپږم کنفرانس کې د پاکستان پروړاندې د افغان ولسمشر د دریځ هرکلی وکړ.

د دغې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په دوشنبه د ولسي جرګې په عمومې غونډه کې وویل چې ولسمشر غني د پاکستان پروړاندې په داسې حرکت وتوانیده چې د افغانستان د خلکو غوښتنې د پاکستان د مداخلې په اړه بیان کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هند په امرتسر ښار کې د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس ته د وينا پر مهال وویل چې پاکستان د افغانستان د بیا ـ رغونې په برخه کې ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړی، خو ښه به دا وي چې دغه هېواد له [موږ] سره د دغو مرستو پرځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي او ترهګر وځپي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG