د لاسرسي ځای

تازه خبر

قاید اعظم پوهنتون کې د ډاکټر عبدالسلام په نامه فزیکس څانګه


د پاکستان وزیراعظم نوازشریف په اسلام اباد کې د قاید اعظم پوهنتون د فزیکس قامي مرکز د پروفېسر ډاکټرعبدالسلام په نوم کولو منظوري ورکړې ده.

پروفېسر ډاکټر عبدالسلام هغه لومړنی پاکستانی وو چې د تیوریټیکل طبیعاتو په شعبه کې یې په ۱۹۷۹ کال کې نوبېل جایزه وړې وه.

له وزیراعظم هاوسه د جاري شوې خبرپاڼې له مخې وزیراعظم نواز شریف د تعلیم وزارت ته په دې لړ کې هدایت کړی چې یو باقاعده سمري دې د منظورۍ لپاره ولسمشر ممنون حسېن ته وړاندې کړل شي.

د دې ترڅنګ وزیراعظم نواز شریف د پروفېسر عبدالسلام په نوم د یو سکالر شپ پروګرام هم منظوري ورکړه ، او هر کال به تر دې پروګرام لاندې د فزیکس پنځو زده کونکو ته د پي اېچ ډي [ډاکټرېټ سکالرشپ] ورکول کېږي.

خبرپاڼه وایي چې وزیر اعظم نواز شریف دا فیصله د پروفېسر ډاکټر عبدالسلام د خدماتو په اعتراف کې کړې ده.

ډاکټر عبدالسلام په شلمه پېړې کې د تیورټیکل طبیعات شعبې په وتلیو شخصیاتو کې شامل وو.

د هغه د کار او زیار په اړه فزیکسپوه پروېز هودبایي وایي دا د دې خبرې دلیل دی چې په پاکستان کې سختدریځي هر خوا ته برابره نه ده او اوس حکومت دا درک کړه چې خپل وتلي شخصیات خپل ولس ته وروپيژنوي.

هغه زیاته کړه چې له دې په پاکستان کې د يو ښه ماحول موندلو امید دی.

"که داسې کېږي نو زما په خیال دا به یو ډېره ښه خبره وي. ټوله نړۍ حیرانه ده چې د فزیکس په نړۍ کې د عبدالسلام غوندې یو غټ نوم دی، کومه نظریه چې هغه جوړه کړې وه چې یو طرف ته یې برقي مقناطیسي قوت او بل اړخ ته کمزور نیوکلایي طاقت یې یو ځای کړی وو او په څه چې ورته نوبېل جایزه هم ورکړل شوې وه نو هاغه اوس د فزکس هر کتاب کې لیکل شوې ده. د نړۍ خلکو به دا تپوس کولو چې یو دومره غټ ساینسدان چې په ټوله نړۍ کې یې شهرت دی ولې په خپل ملک کې نه پېژندل کېږي. زما په خیال که دغه سېنېټر د عبدالسلام په نوم یادېږي نو دا به یو قدم وي د هغه د پېژندګلو اړخ ته او د یو ساینسدان په توګه د هغوی د تسلیمولو اړخ ته."

ډاکټر عبدالسلام کال ۱۹۶۰ نه ترکال ۱۹۷۴ پورې د پاکستان حکومت د ساینس د شعبې سلاکار هم پاته شوی وو او په ملک کې یې د ساینسي ډانچې په جوړولو کې مهم رول لوبولی وو.

د کار پوهانو په نظر چې پاکستان د ډاکټر عبدالسلام له علمه ګټه ترلاسه نه کړه خو د ساینس په مېدان کې د هاغه د کار له وجې نن هم نوې موندنې کېږي.

XS
SM
MD
LG