د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانانو د طالبانو لخوا د زده کوونکي په وژنه سخت غبرګون ښودلی


افغان چارواکو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په میدان ورګ ولایت کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د يو زده کوونکي اعدامول په سختو ټکو کې غندلي دي. دوی دا وژنه غير اسلامي بللي چې په وينا يې هيڅ جواز نه جوړيږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن يو غړي احمد ضیا لنګري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل هیڅوک د چا د ژوند اخيستو حق نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((د يو کس په دارول يوازې د قوانينو تر مراعتولو وورسته ترسره کيدای شي. له قانون بغير که هر څوک د چا ژوند اخلي هغه غيرقانوني کار دی.))

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ د فیض الرحمان په نوم یو ځوان چې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال زده کوونکی وو په چک ولسوالۍ کې په دار وځړاوه.

په ټولنیزو رسنیو کې د پوهنتون د دې زده کوونکي د اعدام په اړه خپاره شوي عکسونه ښئ چې مخ پټي وسله‌وال په دار د خېژول شوي فیض الرحمان له جسده عکسونه اخلي او خلک یې ننداره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوو کې طالبانو رسنيوو ته ويلي وو چې دوی د ملي پروژو ساته کوي او پرمختيايي کارونه کېدلو ته پريږدي. ډيری څيړونکو دا د طالبانو تبليغ او پروپيګنډه بللې وه.

پر ټولنيزو مطبوعاتو کې افغانانو دا وژنه په سختو ټکو کې غندلې او د طالبانو پر ضد يې له قهره ډک پوسټونه کړې دي.

ياده دي وي چې لنډه موده مخکې افغان امنيتي ځواکونو په يو لړ عملياتو کې د ميدان وردګو لپاره د طالبانو د استخباراتي مسؤل ډاکټر میروس او د هغه ملګر مصباح وژلي وو.

د میدان وردګ ولایت د والي ویاند عبدالرحمان منګل ازادۍ راډيو ته ويلي چې د دوی د معلوماتو تر مخه فیض الرحمان د همدغو وژنو په تړاو د طالبانو د انتقام قرباني شوی. خو منګل زياته کړه: ((فیض الرحمان په بشپړه توګه یو بې ګناه کس وو. دولت سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده. کابل کې يې زده کړې کولي او خپل کلي ته تللی وو.))

دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو په مختلفو تورونو ځيني ملکي وګړي په دار کړې دي. د دې ډلې وياند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته د فیض الرحمان د وژل کېدو په اړه وویل چې په دې هکله څېړنې کوي چې دغه کس ولې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG