د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني ”تر خطر لاندې فرهنګي ميراثونو د ملاتړ“ کنفرانس کې برخه اخلي


د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن په متحده عرب اماراتو کې ”تر خطر لاندې فرهنګي ميراثونو د ملاتړ“ په کنفرانس کې برخه واخلي.

دغه غونډه د متحده عرب اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې جوړېږي.

د افغان ولسمشر وياند هارون چخانسوري بېګا مشال راډیو ته وویل

”د کنفرانس نوم مشخصاً تر خطر لاندې د فرهنګي ميراثونو ملاتړ دى. د نړۍ او سيمې هېوادونه په کې پر دې موضوع بحث کوي چې څنګه تر خطر لاندې فرهنګي ميراثونه وژغوري او له هغو هېوادونو سره مرسته وشي چې دغه فرهنګي ميراثونه په کې دي“

افغان ولسمشر اشرف غني پرون د يوه دولتي هيئت په مشرۍ متحده عرب اماراتو ته ورسېد.

د ولسمشر وياند وويل، چې ښاغلي غني ابوظبۍ ته له رسېدو سره سم پرون د متحده عرب اماراتو د خپلواکۍ د پنځه څلوېښتمې کليزې په مراسمو کې برخه واخيسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG