د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سپریم کورټ کې د پاناما کېس اورېدنه


د چارشنبې ورځ په سپريم کورټ کې د پاناما کېس اوريدنې پر وخت د پاکستان تحریک انصاف ګوند وکيل عدالت ته خپل دلايل عدالت وړاندې کړل.

وکيل نعيم بخاري ټينګار وکړ چې وزير اعظم نواز شريف په خپلو تقریرونو کې د لندن جايداد په اړه غلط بیاني کړې ده خو د عدالت قاضي عظمت سعيد وويل چې عدالتونه په اخباري بیانونو خپلې فیصلې نه کوي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي په اسلام اباد کې عدالت د اورېدنې پر مهال وویل که په وزیراعظم نوازشریف د ۲۰۰۶م کال نه د جایداد ملکیت خبره ثابته شوه نو ټول بوج به په شریف خاندان رازي.

د پاناما کېس اورېدنه د دسمبر تر ۶ مې ځنډول شوې ده.

له تحریک انصاف ګوند سربېره پاکستان پیپلز ګوند، پاکستان عوامي لیګ او جماعت اسلامي دا مهال په سپريم کورټ کې د وزير اعظم نواز شریف خلاف د درغلۍ تورونو په لړ کې درخواستونه جمع کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG