د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني له ځانګړي امریکايي استازي سره وکتل


افغان ولسمشر محمداشرف غني د نومبر پر ۳۰مه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړې استازي لارل میلر سره په ارګ کې وکتل.

د ولسمشر له دفتره جاري شوې خبرپاڼه وايي په دغه کتنه کې لارل میلر د سیمې د وضعیت، د افغانستان او پاکستان تعلقاتو او خپلو فعالیتونو په اړه اشرف غني ته معلومات ورکړل.

په دغه موقع اشرف غني وویل، په افغانستان کې د روان جنګ د مدیریت بهرنۍ اړخ ټولو ته واضحه او د پټولو وړ نه دی.

هغه وویل، زموږ خلک چې د ترهه ګري اصلي قربانیان دي، نور جنګ نه شي زغملی.

اشرف غني وویل افغانستان د ترانزیت په برخه کې کافي پرمختګ کړی او پر کوم هېواد د یوې ترانزیټي لارې له انحصاره وتلی دی. نوموړي وویل حکومت لا هم د سوداګرۍ، اقتصادي ودې او سیمه ییزو همکاریو د زیاتوالي په مقصد منظمې هلې ځلې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG