د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په اړه د ملګرو ملتونو غونډه


ټاکل شوی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د شام حلب ښار د بحران په اړه یوه بله غونډه کوي.

په حلب ښار شامي ځواکونه د روس د هوايی بریدونو په ملاتړ بمباري کوي او مخ په وړاندې خپلو حملو ته یې دوام ورکړی چې دا راز د دې ښار ختیځې ضلعې له یاغي ډلو بیرته ونیسي.

هلته د سره صلیب نړیوالې ادارې ويلي په تیرو دریو ورځو کې تر ۲۰۰۰۰ خلک له حلب ښاره وتلي دي.

د دې ښار ختځې ضلعې له تیرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې شامي ځواکونو محاصره کړي دي چې پکې نړیوالې مرستې او د خوراک رسد په کمیدو دی.

په ملګرو ملتونو کې د شام سفیر د دغه ښار په اړه د نړیوالو ګامونو غږ کړی دی خو دا وضاحه نه ده چې نوموړي د څه ډول ګامونو غوښتنه کړې. د فرانس سفیر ویلي چې هېواد یې له خپلو اتحادیانو سره په هغه څه غلی نشي پاتې کیدی کوم چې په ممکنه توګه د دویمې نړیوالې جګړی وروسته لویې قتل غام جوړیدای شئ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG