د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د جنرال محي الیدن پر وژل کېدو خواشیني ښودلې


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قوماندان جنرال محي الدین غوري پر وژل کېدو سخته خواشیني څرګنده کړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې د سېشنبې په ورځ خپره شوې، دا پېښه " هوايي سانحه"بلل شوې او ویل شوي چې جنرال غوري له افغانستانه د دفاع لپاره په رسمي ماموریت کې ژوند بایللی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي، د جنرال غوري الوتکه د سېشنبې په ورځ د تکنیکي ستونزو له امله په بادغیس کې د ترکمنستان پولې ته نږدې را وغورځېده.

په کابل کې د ناټو په مشرۍ، د غوڅ ملاتړ ماموریت هم د جنرال غوري پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG