د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې خبریالان: حکومت دې پر رسنیو بندیزونه نه لګوي


Quetta: Journalists in Quetta city of Baluchistan are protesting and demanding their rights.
Quetta: Journalists in Quetta city of Baluchistan are protesting and demanding their rights.

په کوټه کې خبریالانو د دوشنبې په ورځ د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې د خبري رسنیو په خپرونو دې بندیزونه نه لګوي.

دوی د رسنیو د کنټرولولو د ادارې ( پیمرا ) لخوا د درېوو تلویزونو ( نیو ) ، ( دن نیوز ) او ( سچ ټي وي) د لایسنسونو د ځنډولو غنده وکړه.

د کوټې خبریالان د پریس کلب مخې ته راټول شوي وو او له حکومته یې غوښتنه کوله چې دغه پریکړه دې بیرته واخلي او د رسنیو مخې ته دې دیوالونه نه ودروي.

پیمرا په یادو درېوو تلویزونونو د لنډې مودې بندیزونه او جرمانې لګولي دي او ویل شوي چې یادو رسنیو د سترې محکمې د یوه قاضي په اړه ناسم پروګرامونه وړاندې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG