د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاسترو مړی به سوځول کېږي


د کېوبا ولس خپل مړه شوي مشر فیډل کاسترو د عقيدت پيرزینې وړاندېکولو لپاره د غونډو په تیاریانو بوخت دي.

د فيډل کاسترو د مړيني اعلان د نومبر په شپږويشتمه وشو او بیا د دغه هېواد حکومت د نهو ورځو وير اعلان کړ. پر ټولو سرکاري ودانيو د کېوبا بيرغ نيم ځوړند دی او په هېواد کې د موسيقۍ ټول محفلونه وځندول شول.

فيډل کاستروپه ۱۹۵۹ م کال کې چې کله د کیوبا واک تر لاسه کړ نو یې نیمه پېړۍ پر دغه جزیره تر کميونسټي نظام لاندې واکمني وکړه.

د راپور له مخې د نومبر په اوويشتمه نېټه ټولې سرکاري غونډې وځنډول شوې خو د هوانا پوهنتون زده کونکي د کاسترو مجسمې مخې ته د پيرزوینو وړاندېکولو لپاره راغونډ دي او شمعې یې بلې کړي دي.

ددي تر څنګ دا مهال په جېلونو کې بند د کاسترو رژيم د مخالفينو مېرمنو هغه احتجاجي مظاهري هم وځنډولې چې د هر اتوار په ورځ به باقاعدګۍ سره کېدلې.

د دغه اتحاديې مشرې برټا سولر ويلي دي چي موږ خپل لاريون له دې کبله وځندولو چې د کیوبا حکومت خپل مړ مشر ته پيرزونې وړاندي کوې او زیاتوي چې موږ د ولس په غم او دړد پوهېږو او قدر یې کوو او چېرې به هم د يو انسان په مرګ خوښي و نه کړو.

بلخوا د امریکا په میامي ښار کې په زرګونه هغه جلاوطن کیوبايي وګړي لارو کوڅو ته راوتي دي او د کاسترو په مړينه خوشالي کوي.

د ګل د ورځي نه به د کېوبا ولس په رسمي توګه د خپلانقلابي مشرپه مړينه غوندي جوړوي او لاريونونه به کوي ا و په دي لړ کې به تر ټولو لويه غونډه د هوانا په مرکزي انقلابي څلور لاره کې تر سره کېږي.

د راپور له مخه د کاسترو مړي به سوځول کېږي او هغه اېرې به په يو مرتبان کې په ټول هيواد کې تر ګرځولو پس د دغه هېواد جنوب شرقي ښار سانتياګو ته وړل کېږي او د دسمبر په څلورمه به دغه اېرې ښخوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG