د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: بمي چاودنې یو سرتېری وژلی


د امریکايي ځواکونو مرکزي کمانډ وايي، د شام په شمال کې د سړک غاړې ښخ بم په چاودنه کې یې یو سرتېری تر ژوبلېدو وروسته مړ شوی دی.

دا د شام په شخړه کې د امریکا لومړی پوځي دی چې ووژل شو. بېګا د امریکا مرکزي کمانډ په بیان کې، په شام او عراق کې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې ضد جنګېدونکي اېتلاف یوه قومندان له خولې ویل شوي، دا سرتېری د عین عیسا له سیمې سره نېږدې په چاودنه کې ژوبل شوی وو.

بیان زیاتوي، په دې اړه به ((مناسب)) معلومات وروسته خپاره کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG