د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان امنیتي چارواکي وایي چې د ننګرهار اچین ولسوالۍ اړوند د پېښې غونډۍ کلي کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې دوه تنه داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوګیاڼي د پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل: یاد برید د چارشنبې په مازیګر شاوخوا څلور بجې شوی دی.

دی وایي چې په برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG