د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په اروپا کې د ترهه ګرو بریدونو خبرداری ورکوي


د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي په لوړه کچه باوري معلومات یې ترلاسه کړي چې د شکرانې اداکولو (تېنکس ګیوینګ) د رخصتیو پرمهال په ټوله اروپا کې د ترهګرو بریدونو وېره لیدل کېږي، نو امریکايي وګړي دې ل هاحتیاطه کار واخلي.

دغه وزارت چې د دوشنبې په ورځ یې خبردارۍ اعلامیه خپره کړې، په هغه د خطر مشخص ځای یا نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د امریکايي رخصتۍ ورځو ته پکې اشاره شوې ده.

امریکایان د نومبر په ۲۴مه او ۲۵ مه د شکرانې اداکولو رخصتي لمانځي.

په اعلامیه کې راغلي امریکایان دې د دغو مراسمو لمانځلو پرمهال او له کوره د باندې په مارکیټونو کې دې پوره پام کوي.

اعلامیه وايي باوري معلومات څرګندوي چې داعیش، القاعده او یا هم له دوی سره تړلې ډلې په اروپا کې د راتلونکیو رخصتیو او د دغو رخصتیو سره د تړلو مناسباتو پرمهال د ترهه ګرو بریدونو پلان لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG