چارواکي وايي په جاپان کې د ۶.۹ کچې زلزلې ټکانونو نه پس، د دغه هیواد شمال ختیځ ساحل کې د څونامي خبرداری ورکړل شوی.
د فوکوشیما له جوهري برېښنا کوټ سره نږدې د یو میټر یا درو فوټو په اندازه څپې څارل شوي دي.
په ۲۰۱۱م کال کې په همدغه سیمه کې د څونامي له وجې د نړۍ تر ټولو بده جوهري حادثه رامنځ ته شوې وه.
د جاپان هوا پېژندنې اداره وايي، زلزله تر جنوبي سیمې ټوکیو پورې احساس شوې ده.
دمګړۍ د مرګژوبلې په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي. خو اېن اېچ کې (NHK) تېلیویژن په سیمه کې له خلکو غوښتي چې په بیړه دې ځانونه لوړو ځایونو ته ورسوي.
د ۲۰۱۱م کال په مارچ کې پر ساحل زلزلې په جاپان کې ۱۸۵۰۰ کسان وژلي یا تريتم کړي وو او د فوکوشیما ایټمي بټۍ درې ري-ایکټرونه یې ویجاړ کړي ول.