د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان لپاره نور روسۍ هیليکاپټرې نه اخلي


یوه امریکايي چارواکی ویلي، د دغه هېواد دفاع وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې دوی د افغانستان لپاره د نورو روسيو هیليکاپټرو نه اخیستو او پر ځای یې د امریکايي هیليکاپټرو اخيستلو اراده لري.

د امریکا Connecticut کنیټیکټ ریاست سینټر کریس مارفي په یکشنه/اتوار د دې پرېکړی اعلانولو پر مهال وویل، په داسې حال کې چې روس د شام ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي او د اوکراین په ختيځ کې یې حمله کړې، پر دې به کله هم پوه نه شي چې ولې امریکايي حکومت په افغانستان کې د هیليکاپټرو لپاره روسيې ته د امریکايي ټېکس ورکونکیو پیسې ورکوي.

نوموړي زیاته کړه، که د امریکا دفاع وزارت هیليکاپټري اخلي نو باید دا په امریکا کې جوړې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG