د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران تمه لري چې د تېلو بیې به لوړې شي


د ایران د تېلو وزیر بېژن زنګنه وايي، زیات امکان دی چې تېل پیداکونکې هیوادونه به د روانې میاشتې په وروستیو کې د تېلو د بیو د لوړېدو په خاطر د تېلو د تولید په کمولو یوې لوظنامې ته ورسېږي.

پر دې لوظنامه د تېلو د صادرونکیو هیوادونو ټولنې یا اوپیک غونډه د روان نومبر په دېرشمه په ویانا کې کیږي.

ښاغلی زنګنه د اوپیک د ۱۴ غړیو هیوادونو له مشر محمد سانوسي سره پرون له کتنې وروسته وویل:

(( زیات امکان دی چې د اوپیک د تېلو او انرژۍ وزیران د نومبر په غونډه کې یوې موافقې ته سره ورسېږي.))

نوموړي دا هم وویل چې د دغه تړون له مخې کېدای شي چې د تېلو د هر بېرل بیه له ۵۵ نه ۶۰ ډالرو ته لوړه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG