د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسلمیار: له طالبانو سره د کابلوف اړیکه غندم


د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار

د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وايي افغان حکومت باید د طالبانو او روسانو ترمنځ د اړیکو په باب خپل دریځ روښانه کړي.

فضل هادي مسلمیار چې د یکشنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې، وویل: طالبان د افغانستان دښمنان دي او هر څوک چې ورسره اړیکې پالي هغه د افغانانو دښمنان ګڼل کیدای شي.

(( حکومت باید په واضح ډول خپل دریځ روښانه کړي. زه د مشرانو جرګې له ادرس نه د طالبانو سره د کابلوف رابطه غندم، طالب د افغانستان د ملت دښمن دی، او د دښمن سره رابطه د افغانستان د ملت سره دښمني ده. ))

د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د مشرانو جرګې رییس له هغې وروسته دغه څرګندونې کړې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې وویل، طالبان د هغو کسانو خلاف جنګیږي چې روسان ورسره په سوریه کې جګړه کوي او همدا لامل دی چې ګواکې د طالبانو او روسیې ګټې سره نږدې دي.

XS
SM
MD
LG