د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د افغانستان لپاره له روسه هېليکاپټر نه اخلو


یو امریکايي چارواکی وايي، د دغه هیواد دفاع وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې دوی د افغانستان لپاره د نورو روسي هېليکاپټرو نه اخیستو او د هغې پر ځای د امریکايي هېليکاپټرو اخيستلو اراده لري.

د امریکا Connecticut کنیټیکټ ریاست نه سینټر کریس مارفي د جمعې په ورځ د دې پریکړې اعلانولو پر مهال وویل، په داسې حال کې چې روس د شام ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي او د اوکراین په ختيځ کې حمله کړې، پر دې به کله هم پوه نه شي چې ولې امریکايي حکومت په افغانستان کې د هېليکاپټرو لپاره روسيې ته د امریکايي ټېکس ورکونکو پیسې ورکوي.

نوموړي زیاته کړه،که د امریکا دفاع وزارت هېليکاپټري اخلي نو باید دا په امریکا کې جوړې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG