د قزاقستان په مرکز استانه او د دغه هېواد په ختیځ کې د سختو سړو او درنې واورې له امله ښوونځي تړلي دي.
د قزاقستان چارواکو ویلي چې تېره ورځ هلته د سړو درجه د سانتي ګراد په کچه منفي څلوېښتو ته پورته شوې وه.
د واورې د ښوویدو له امله ۲۱ موټر تخریب شوي او یو کس هم ژوبل شوی دی.
چارواکو ویلي چې په الماتې او قراغندې سیمو کې یې ډېرې لویې لارې د دې لپاره تړلي چې د تګ راتګ امکانات د واورو له امله ډېر کم دي.
د چارواکو په خبره کیدای شي په راتلونکو ورځو کې شرایط نور هم سخت شي.