د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ د باراک اوبامه ناقد ته د سلاکاری وړانديز کړی


ماييکل فلاين تر دوو کلونو پورې د باراک اوبامه د دفاعي استخباراتو ادارې مشر وو او په ۲۰۱۴ م ميلادي کال کې څوکۍ پرېښودو ته اړ کړل شو چې وروسته يې د باراک اوبامه پر خارجه تګلاره سختي نيوکې پیل کړي.

امريکايي رسنۍ وايي، ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پوځي استخباراتو پخواني مشر ماييکل فلاين ته د ملي امنيت د سلاکار د څوکۍ وړانديز کړی دی.

ماييکل فلاين په اړه لا هم څه نه دي ويلی خو رويټرز خبري اژانس د ښاغلي ټرمپ د چارواکو له خولې وايي “ کله چې د امريکا ولسمشر تاسو ته د خدمت کولو وړانديزوکړي نو پر داسي موقع تش يو ځواب کېدلی شي.”

ماييکل فلاين تر دوو کلونو پورې د باراک اوبامه د دفاعي استخباراتو ادارې مشر وو او په ۲۰۱۴ م ميلادي کال کې څوکۍ پرېښودو ته اړ کړل شو چې وروسته يې د باراک اوبامه پر خارجه تګلاره سختي نيوکې پیل کړي.

ښاغلی فلاين زيات تنقيد د اسلامي دولت وسله والې ډلې په اړه د باراک اوبامه پر پاليسي کولی او دليل يې دا وو چې امريکا د سپټمبر يوولسمې ڼېټې د بريدونو په پرتله نن ډېر غير محفوظه ده.

نوموړي د ولسميزه ټاکنو پر وخت د ريپبلکن ګوند کانګرې ته د وينا پر مهال ويلي وو،د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد جارحانه پوځي تګلارې ته اړتيا ده او دده په خبره واشنګټن بايد له روس سره له نږدې کار وکړي.

ماييکل فلاين زيات تنقيد د اسلامي دولت وسله والې ډلې په اړه د باراک اوبامه پر پاليسي کولی او دليل يې دا وو چې امريکا د سپټمبر يوولسمې ڼېټې د بريدونو په پرتله نن ډېر غير محفوظه ده.

د ښاغلي د بهرنۍ تګلارې په اړه دغه نظر ډونلډ ټرمپ خپل کړ او د انتخاباتي کمپاين پر مهال يې په وار وار تکرار کړی او ددې تر څنګ يې له ايران سره شوي جوهري تړون ته د بيا کتو خبره هم وکړه.

د ماييکل فلاين تجربې ددې قابله کړی چې د دفاع وزارت مشري وکړي خو چې تر څو کانګرس بنديز لري نکړي تر هغوي پورې دی د دفاع وزير نشي جوړېدای ځکه د امريکا قانون هغه پوځي چارواکي ته چې د تقاوت اوه کاله يې پوره شوي نه يې د ولسي څوکۍ ساتلو اجازه نه لري.

۵۸ کلن ماييکل فلاين په ۲۰۱۴م ميلادي کال کې تقاوت شوی وو.

بلخوا د زيارت په ورځ د جاپان لومړي وزير له منختبه ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په نيويارک ليدلي دي.

دا لومړی ځل دی چې د يوه هېواد مشر له ډونلډ ټرمپ سره مخامخ ويني.

​شنزو ابې هڅه کوي چې له ښاغلي ترمپ څخه د هغه د ژمنې په اړه بيا باور ترلاسه کړي چې ويلي وو د شمالي کوريا د جوهري هلو ځلو په وړاندي به د جاپان دفاع کوي.

زيارت په ورځ د جاپان لومړي وزير له منختبه ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په نيويارک ليدلي دي.
زيارت په ورځ د جاپان لومړي وزير له منختبه ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په نيويارک ليدلي دي.

تر ملاقات وروسته ډونلډ ټرمپ هيڅ و نه ويل خو ښاغلې ابې ښاغلی ټرمپ هغه مشر وبللی چې ورباندي زيات باوري دی.

ددې ترڅنګ د امريکا لپاره د اسراييل سفير رون ډرمر هم د زيارت په ورځ له ډونلډ ټرمپ سره وليدل او هغه يې د اسراييل يو رښتنی دوست و بللی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG