د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب پولیس وايي، اته مهم مشکوک وسله وال یې نیولي


په پنجاب کې د پولیسو ترهګرۍ مخنیوي څانګه وايي، د اسلامي دولت یا داعش اته مشکوک غړي یې نیولي دي.

دې ادارې تېر ماښام په یوه بیان کې وویل، دا کسان په لاهور کې نیول شوي چې غوښتل یې افغانستان یا شام ته ولاړ شي.

اسوشي اېټډ پرېس اژانس د پولیسو په حواله وايي، له دې کسانو څخه یې لیپ ټاپونه، موبایل ټېلېفونونه او جهادي لیکنې تر لاسه کړې دي.

ازادو سرچینو د پاکستانیو پولیسو د دې دعوو کره والي پخلی نه دی کړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG