د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني ۱۲۵۰۰ افغان کډوال له خپله هېواده باسي


د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې څه باندې ۱۲۵۰۰ افغان کډوال له خپله هېواده وباسي.

دا خبر د پنجشنبې په ورځ په یوه جرمنۍ ورځپاڼه کې خپور شوی. په برلېن کې افغان سفیر حمید صدیق بېګا مشال راډیو ته دا خبر تایید کړ او ویې ویل هغه افغانان ستنول کېږي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

صدیق زیاته کړه د کډوالو افغانستان ته د ستنولو دقیقه نېټه نه ده معلومه. جرمنۍ ورځپاڼې د حکومتي اسنادو په خپرولو ویلي، د روان کال تر سېپټېمبره دوه لاکه ۴۷۰۰۰ افغانان په ناقانونه توګه هغه هېواد ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG