د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس د تېلو پېداور کمولو وړاندېز ته امادګي ښودلی


د روسیې انرژۍ وزیر وایي، ماسکو چمتو دی چې د تیلو پیداوار کمولو په برخه کې د تیلو تولیدوونکو او صادروونکو هېوادونو سازمان اوپېک د وړاندیز ملاتړ وکړي خو په همدې حال کې د قزاقستان انرژۍ وزیر ویلي چې له اوپېک سره په دې اړه خبرې روانې دي.

د روسیې انرژۍ وزیر اليکزاندر نوواک د چارشنبې ورځ وویل، دی هیله من دی چې د روانې نومبر میاشتې پر ۳۰مه د اوپېک په غونډه کې به د تیلو ستر تولیدونکي د تیلو تولید کمېدو وړاندیز تایید کړي.

نوواک په ماسکو کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه به توافق د تیلو بازار او د روسیې په ګډون د هغو هېوادونو لپاره یوه مثبته نښه وي چې د اوپېک غړي نه دي، ځکه په دې توګه دوی کولای شي د تیلو نرخونو په اړه په ګډه پرېکړې وکړي.

په همدې حال کې د قزاقستان انرژۍ وزیر کانات بوزمباییف تاس خبري اژانس ته ویلي دي چې له اوپېک سره تر اوسه خبرې روانې دي خو د ده په باور هېواد یې چې د منځنۍ اسیا د تیلو ستر تولیدونکی هیواد دی، سږکال د تیلو تولید په کافي اندازه کم کړی دی.

تولید: موندنه، پیداروار

صادر: استونه، لېږدونه، برآمدات، بهر ته استونه

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG