د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز: په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون کوم


د پاکستاني وزیراعظم نواز شریف د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز ویلي ، دی به په هند کې په کېدونکي اسیا زړه کنفرانس کې برخه اخلي.

سرتاج عزیز دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې له رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.

سرتاج عزیز ویلي چې دوی د افغانستان په اړه د اسیا زړه نومي کنفرانس کې ځکه ګډون کوي چې افغانستان یې لومړیتوب دی.

ټاکل شوې ده چې دا کنفرانس د ډسمبر پر څلورمه نېټه د هند په امریتسر کې وشي.

سرتاج عزیز ویلي دوی به د دې کنفرانس په څنډه کې له هندي چارواکو سره لیدو لیدو کتو په اړه پرېکړه له هغه وروسته کوي چې هند ورڅخه غوښتنه وکړي.

سرتاج عزیز دا هم ویلي چې دوی د امریکا د نوي ټاکل شوي ولسشمر ډونلډ ټرمپ له ادارې سره په تماس کې دي او هغوی هڅول غواړي چې په سیمه کې د کرارۍ لپاره د کشمیر مسلې په هواري کې مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG