د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریدونه په افغانستان کې ماموریت نشي اغېزمنولای: امریکا، ناټو


د بګرام په هوايي ډګر کې تر ځانمرګي برید وروسته د بهرنیو هیوادنو چارواکو ویلي دي چې دا ډول حملې به په افغانستان کې روان ماموریت اغېزمن نه کړي.

د پېنټاګون په یوه بیان کې راغلي چې د امریکا دفاع وزیر اېشټن کارټر د پوځیانو په مرګ ژوبلې سخت خپګان ښودلی او ویلي یې دي چې امریکا د امنیت د راوستلو لپاره له خپل ماموریته نه په شا کیږي.

بلخوا د ناټو سرمنشي دا حمله غندلې او ویلي یې دي چې ناټو به افغانستان یواځې نه پریږدي او د ترهګری ضد په جګړه کې به ورسره ولاړه وي.

د بګرام په هوايي اډه کې د خالي یا شنبې پر سهار ځانمرګي حمله وشوه چې پکې دوه امریکايي سرتېري، دوه امریکايي قراردادیان وژل شوي او ۱۶ امریکايي او یو د پولینډ سرتیری پکې زخمیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG