د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي له پوټيڼ سره به ډېر ژر ټليفوني خبرې وکړي


د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ هیله ښودلې چې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوټين سره به په نږدې راتلونکې کې ټلیفوني خبري وکړي.

ټرمپ دا څرګندوني په هغې مرکې کې کړي چې وال سټریټ ژورنال نن خپره کړه.

ټرمپ ویلي چې له پوټین څخه یې د ده په وینا یو ډېر ښه لیک تر لاسه کړی دی. د نوموړي اشاره د نومبر پر نهمه نېټه د روسي ولسمشر لخوا د مبارکۍ پیغام ته وه چې په هغه کې پوټین هیله ښودلې وه چې د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو لپاره داسي کار باید وشي چې د پرمختیا لپاره یو ثابت مسیر وي.

د پوټین ویاند دیمتري پسکوف د امریکا ټېلویژني چینل سي اېن اېن ته پرون (جمعه) وویل چې پوټین او ټرمپ دواړه عمل ګرا دي. پسکوف زیاته کړه، دواړو مشرانو په عین حال کې چمتو والی ښودلی چې له یو بل سره ښې اړیکي وپالي . پسکوف وایي دا یو ډېر ښه او ډېر مثبت فرصت دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG