د لاسرسي ځای

تازه خبر

د منځني ختيځ لپاره د چينايي مالونو لومړی کاروان ګوادر ته رسېدلی


په چينايي مالونه بار د ټرکونو لومړی کاروان د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ تر مغربي لارې تېرېدو وروسته د جمعې په ورځ د بلوچستان ګوادر سيمې ته رسېدلی دی. پاکستاني چارواکي وايي، د مالونو بل کاروان به نن (شنبه) ګوادر ته ورسيږي.

دغه مالونه د ګوادر بندر له لارې منځني ختيځ هېوادونو ته وړل کېږي. د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د فعالولو رسمي پرانسته به د يکشنبې په ورځپه ګوادر کې کېږي.په دستوره کې به د پاکستان وزيراعظم نواز شريف، د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د بلوچستان ګورنر او وزيراعلی ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان سياسي ګوندونه تور پورې کوي چې مرکزي حکومت په پخوانۍ نقشه کې شامله غربي لاره پنجاب ته اړولې ده خو د جمعې په ورځ د دې هېواد د پلان وزير احسن اقبال دا تورونه رد کړل او وې ويل چې مغربي لارهنه يواځې د راهدارۍ په نقشه کې شته بلکې فعاله کړل شوې هم ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG