د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا اسمبلۍ دې مغربي لار نه لانجمنوي. احسن اقبال


پښتونخوا اسمبلۍ دې مغربي لار نه لانجمنوي. احسن اقبال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

په ګورنر هاوس پېښور کې تېر ماسخوتن وفاقي وزیر احسن اقبال د چین -پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه تفصیلي معلومات ورکړل او ویې ویل چې مغربي لار یې هم برخه ده او په تېزۍ سره پرې کار روان دی. هغه وویل په دې نومبر میاشت کې دغه لار فعاله کړل شوې چې پرې له چینه د ګاډو یو کاروان هم دوې ورځې وړاندې ګوادر ته ورسېدلو. نوموړي تر هغه وروسته پېښور ته ولاړ چې تېره اوونۍ د صوبايي اسمبلۍ سپیکر په پېښور های کورټ کې د مغربي لارې نه جوړولو پرضد یو درخواست وکړ خو وفاقي وزیر وویل پکار ده دغه درخواست بیرته واخیستل شي ځکه چې له دې سره به په بهرنیو پانګه والو بد-اغېز پرېوځي. د غلام غوث ویډيو

XS
SM
MD
LG