افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان ولس او دولت په استازیتوب ډونالډ ټرمپ ته د امریکا په ولسمشر کېدو مبارکي وویله.
د نومبر په ۹مه نېټه له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امریکا له ترهګرۍسره په مبارزه او د افغانستان پراختیا په برخه کې د افغانستان له مهمو او ستراتیژیکو همکارانو ده.
په اعلامیه کې راغلي افغان دولت هیله لري چې د امریکا نوي ولسمشر په راتګسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې شي.