د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې له سني او شییعه مدرسو ګڼ کسان نیول شوي


د ګل په ورځ په کراچۍ کې پولیس چارواکيو وویل، په دغه ښار کې یې تر یولړ فرقه ییزه وژنو وروسته پر ځینو سني او شییعه مسلکو مدرسو په چاپو کې لسګونو کسان نیولي دي. تېره اوونۍ د هغه سني مسلکه ډلې پنځه تنه په ډزو ووژل شول چې شییعه ګان مسلمانان نه بولي. داسې ښکاري چې دغه وژنې یوه هفته وړاندې د پنځو شییعه ګانو د وژنې په بدل کې شوي وي. د شییعه ګانو د هغو وژنو ذمه واري یادې سني ډلې منلی وه.

د ګل/دوشنبې ورځ پر مدرسو تر چاپو وروسته شییعه او سني فعالانو مظاهرې وکړې.

چارواکي وايي، په دغو چاپو کې له طالبانو سره د تړلې لشکر جنګوي ډلې دوه وسله وال نیول شوي چې د مشهور قوال امجد صابري د وژنې ترڅنګ پر شییعه ګانو او امنیتي ځواکونو په ۲۸ بریدونو کې ککړ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG