د لاسرسي ځای

تازه خبر

میډیټرانیه کې نژدې ۲۴۰ کډوال ډوب شوي


د ملګرو ملتونو کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، داسې ښکاري چې له لیبیا څخه تللیو دوو ماتو بېړیو ډوبېدو په پېښه کې تر ۲۴۰ پورې کسان په اوبو کې ډوب شوي وي.

په اېټالیا کې د یو اېن اېچ سي ار ویاندې کارلوټا سمي وویل، په پېښه کې ژوندي پاتې شوي ۳۱ کسان چې پرون د اېټالیې لمپادوسا ټاپو ته ورسېدل، خبر یې ورکړی چې بېړۍ یې په سمندر کې ډوبې شوې.

سمي وویل، شاوخوا ۲۴۰ کسان تر پېښې وروسته ورک شوي دي. د کډوالۍ نړیوالې اداره وايي، روان کال د روم له سمندرګي څخه د اوښتو په خطرناک سفر کې له ۴۲۰۰ څخه زیات کډوال وژل شوي دي. د روان کال په ۱۰ میاشتو کې شاوخوا یو لاک ۵۵ زره کډوال اېټالیې ته رسېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG