د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د روس پر یوه هیلیکاپټر ډزې شوې


روسی پوځ وايي، د پنجشنبې ورځ په شام کې د یاغیانو ډزو له کبله یې یو هیلیکاپټر بیړنۍ ناستې ته اړ شو، خو په پېښه کې د عملې هېڅ یو غړی نه دی ژوبل شوی.

په شام کې د روسي پوځ همغږۍ مرکز وايي، پر هیليکاپټر په حما ولایت کې هغه مهال ډزې وشوې چې بشري مرستې یې رسولې او بیا یې د پالمېرا له ښاره شاوخوا ۴۰ کیلیومیټره لیرې شمال لوېدیځ لوري ته بیړنۍ ناسته وکړه.

مرکز وايي، په لاذقیه کې د روسي پوځ تر استعمال لاندې اډې څخه ژغورندویه هیليکاپټر ژر سیمې ته ورسېد او د عملې غړي یې له سیمې یوړل.

خو داسې ښکاري چې له اسلامي دولت ډلې سره تړلی خبري اژانس اعماق د پېښې په اړه بله کیسه کوي. اعماق وايي، روسی پوځي هیليکاپټر په مرکزي شام کې د راکټ په برید کې نسکور کړل شوی دی. د شام بشري حقونو څار ډله وايي، پر هیليکاپټر د ناستې پر مهال ډزې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG