د لاسرسي ځای

تازه خبر

په موصل کې داعش خپل کنټرول بایلي


یو امریکايي پوځي چارواکی وايي، د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر بغدادي پر داسې وخت د خپلو وسله والو کنټرول د بایللو په حال کې دی چې عراقي ځواکونه د موصل واک تر لاسه کولو هڅه کوي.

په عراق او شام کې د امریکا په مشرۍ د اسلامي دولت ډلې ضد جنګېدونکي اېتلاف ویاند کرنل جان دوریان دا څرګندونې تېره ورځ تر هغې وروسته وکړې چې د بغدادي د ثبت شويو خبرو رپورټ ورکړل شو.

په هغه رېکارډېنګ کې بغدادي په موصل کې پر خپلو وسله والو ټینګار کوي چې له عراقیو سرتېرو سره په جګړه کې شاتګ ونکړي.

دوریان وویل، د دې ثبت شوي غږ کره والی لا نه دی ثابت شوی خو دا د اسلامي دولت ډلې مشرانو له خپلو وسله والو سره د رابطو ښکاره هڅه ده.

ده زیاته کړه په رېکارډېنګ کې یو کس وسله والو ته وايي چې ((په خپلو کې مه جنګېږئ.)) د یوې څېړنیزې ادارې شنونکی لودووېکو کارلېنو وايي، دا وینا ښيي چې د ډلې مشران ((د جګړې له ډګره د وسله والو د تېښتې او له ډلې څخه د هغوی اوښتو په اړه خورا اندېښمن دي.))

د بغدادي د ځای په اړه معلومات نشته خو په بیا بیا داسې اوازې خپرې شوې دي چې نوموړی د امریکا په مشرۍ له اېتلاف سره په جګړه یا په بمي برید کې ژوبل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG