د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس په حلب ښار کې د لسو ګنټو اوربند وړاندیز کړی


حلب: د شامي حکومت لخوا د هوايي بمبارۍ وروسته منظر
حلب: د شامي حکومت لخوا د هوايي بمبارۍ وروسته منظر

د روس د دفاع وزارت وايي چې ولسمشر ولاديمير پوټن د شام په حلب ښار کې د نومبر په څلورمه د لسو ګينټو د اور بند وړانديز کړي دی.

د روس پوځ مشر ويليري ګرسيموف د چارشنبې په ورځ په يو بيان کې وویل چې دا پريکړه په حلب ښار کې د بشري مرستو رسولو په لړ کې اخیستل شوي، چې د نومبر په څلورمه يعنې جمعې په ورځ به د سهر له نهو د ماښام تر اوو بجو پوري دوام لري.

د ګرسیموف په خبره شامي چارواکو د پريکړي منظوري ورکړی ده. نوموړي زياته کړه چې ولسي وګړي او جنګيالي په وکړي شي، چې د ياغيانو تر ولقې لاندي له حلب ښار ختيځ نه په اتو لارو کې ووځي.

تيره اونۍ ياغيانو د سيمي محاصرې ختمولو لپاره لوي عمليات پيل کړي ول.

د سه شنبې په ورځ د روس دفاع وزير وویل روسيې تر هغې وروسته د شپاړسو ورځو لپاره هوائی بريدونه ودرولولي، چې د شام لخوا تر حمایت لاندي حملو باندي انتقاد شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG