د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروان ولایت کې ماین چاودنې اته تنه وژلي


د افغانستان پروان سیمه ییز مسوولان وایي، د دغه ولایت په سیدخېلو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله اووه ولسي افغان وګړي وژل شوي دي.

د سیدخېلو ولسوال احمد لمر عثمانیار د نهې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې دغه پېښه نن سېشنبه شوې چې په نتیجه کې یې د شېر جان په نامه د کلي یو ملک او شپږ ملګري وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره پولیس سیمې ته رسېدلی او پېښه څېړل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG