د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال شهرت لرونکې شربت ګله به ژر خوشې شي


د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان امکان ښودلې ښایي نیول شوې افغان کډواله شربت ګله ژر خوشې کړل شي.

دا خبره نوموړي د نهې په ورځ په اسلام اباد کې د امنیت په اړه د یوې غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

چودري نثار وویل:

"ما په زغرده د مسلې یادګېرنه [نوټس] اخستې ده. نن سېشنبه په عدالت کې د کېس اورېدنې په وخت د ضمانت درخواست په اړه د حکومت یا حکومتي پلټونکې ادارې ایف ای اې لخوا څه مخالفت و نه شو. بلکې موږ دا وویل چې د دغه ښځې د خوشې کېدو په اړه څه اعتراض نه لرو. سبا به جج فېصله واوروي. زه هیله من یم چې ایف ای اې او حکومت یې مخالفت و نه کړ نو ضمانت به یې وشي. زما په وس کې چې څومره وي، د دې ښځې مرسته به کوم. ما اورېدلي دي چې هغه کونډه ده او اندازه راته شوې ده چې نور یو شمېر مشکلات هم لري. نو په بشري بینادونو به یې هرو مرو مرسته کوو. خو له کېس سره تړلي د نادرا کسان به نه پرېږدم."

افغان کډواله شربت ګله تېره اوونۍ ایف ای اې د پاکستاني جعلي شناختي کارډ لرلو په تور و نیوله. شربت ګله هغه افغان کډواله ده چې خوا او شا درې لسیزې مخکې د نېشنل جیوګرافیک یو انځورګر د هغې د ماشوموالي یو تصویر اخستی وو چې د هغې د جاذبو سترګو له امله په ټوله نړۍ کې ډېر مشهور شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG