د لاسرسي ځای

ټرمپ دی له روس سره اړیکې څرګندې کړي: کلنټن


د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډیموکراټانو نومانده هیلري کلنټن وايي د ریپبلیکنو نوماند ډونلډ ټرمپ دې له روسیې یا د هغوی له ملګرو سره که یوڅه ډول اړیکې لري نو ښکاره دې یې کړي.

نوموړې انګېري، دا ډول اړیکې له هغو راپورونو سره سمون خوري چې د امریکا استخباراتو په ولسمشریزو ټولټاکنو کې د روسۍ لاسوهنې په باب ورکړي.

هیلري کلنټن په دوشنبه په اوهایو ریاست کې په ولسي غونډه کې وویل، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین هڅه کوي چې ډونلډ ټرمپ دې د امریکا ولسمشر وټاکل شي.

بل پلو د ریپبلیکنو نوماند ډونلډ ټرمپ بیا بیا د هیلري کلنټن دغه تورونه رد کړي چې ګواکې روسیه هغه ته د ممکنه ګوډاګي په نظر ګوري.

مسکو هم دا تورونه رد کړي چې ګواکې دوی د امریکا پر انتخاباتو خپل اغېز غوړول غواړي او پر هیلري کلنټن یې تور لګولی چې هغه د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال د روسیې ضد مفکوره استعمالول غواړي.

XS
SM
MD
LG