د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيه له موصل پس رقعه هم له وسله والو نیول غواړي


ترکیه ټینګارکوي چې کله عراق په موصل کې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې خپله ولکه بیرته واخلي نو له دې پس یې په شام کې د دغې ډلې مرکزي ګړ رقعه خپل دویم هدف ګرځولوی دی. انقره غواړي خپلې پولې د اسلامي دولت له وسله والو پاکې کړي.

د ترکیې مرستیال وزیراعظم نعمان کورتولموش د اکتوبر په ۳۱مه نېټه وویل، پر رقعه د عملیاتو لپاره د ترکیې دریځ روښانه دی، دا به له پوځي او ستراتیژیکي پلوه غوره وي چې پر رقعه دې عملیات د موصل عملیاتو او د ترکیې فراه ډال عملیاتو تر بشپړېدو وروسته پیل شي.

د امریکا دفاع وزیر اش کارټر هم تېره اوونۍ د دې خبرې ملاتړ کړی و چې پر رقعه دې پرمختګ تر هغه وروسته ترسره شي چې کله په راتلونکیو اوونیو کې عراقي ځواکونه، چې د امریکا په مشرۍ ټلوالې هوايي ملاتړ وسره دی موصل بیرته ونیسی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG