د لاسرسي ځای

اسلامي دولت وسله والې ډلې(داعش) په ننګرهار کې د پچیراواګام ولسوالۍ د قومي مشرانو پر غونډه د ځانمرګې حملې مسولیت واخیست. دا حمله چې په دوشنبه په جلال اباد کې وشوه پکې ۱۱ تنه مړه او ژوبل شول.

د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش د وسله والو دفعالیت له امله امنیتي وضعیت ښه نه دی او د دې ولسوالۍ ډېری خلک جلال اباد ښار ته وتلي دي.

د داعش وسله والو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې په دې حمله کې یې ۱۵ تنه وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي. خو د ننګرهار والي ویاند وايي چې په حمله کې څلور تنه وژل شوي او اووه کسان زخمیان دي.

دافغانستان جمهور ریس دا پېښه په کلکه غندلې ده.

XS
SM
MD
LG