د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کلنټن ایمېلونو کې د ایف بي ای مشر سرغړونه ښکاري


د امریکا په سینټ کې د ډیموکراټ ګوند غړی هېري ریډ وايي کیدی شي چې د هېواد وفاقي تحقیقاتي اداری (ایف بي ای) له نوي جوت شويو برېښنا-لیکونو (ایمیلونو) د پلټنو په څرګندولو سره د قانون سرغړونه کړې وي چې په ممکنه توګه د هیلري کلنټن د ایمیلونو له پلټنو سره تعلق لري.

نوموړي تېره ورځ د ایف بي ای مشر جېمز کومي ته استول شوي لیک کې ویلي دي، په دې معامله کې ښايي د قانون سرغړونه شوې وي چې د یادې ادارې چارواکي پر انتخاباتو له اثراندازه کیدولو منعه کوي.

کومي د روانې میاشتې په ۲۸ مه نېټه کانګریس ته خبر ورکړو چې ایف بي ای ځینې تازه ايمېلونه معلوم کړي چې ښکاري د بهرنیو چارو وزیرې په توګه د هیلري کلنټن د شخصي ایمېلونو کارولو له پلټنو سره اړه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG