د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او هند تر منځ په پوله ډزې شوي


هند او پاکستان یو بل تورن کړي دي چې د جمعې په ورځ یې په کشمیر کې د ډزو پر مهال ولسي وګړي وژلي دي.


پاکستاني چارواکو وویل، د یوې جيني په ګدون دري ولسي وګړي هغه وخت ووژل شول چې هندي پوځیانو د کنټرول پر کرښه کليو باندي ډزې وکړې. بلخوا هندي چارواکي وایي چې دوه ولسي وګړي په همدې سیمه کې د پاکستان له لورې د ډزو پر مهال وژل شوي دي. همدا راز هندي ځواکونو تور پوري کړی چې وسلوالو د يو هندي پوځي وژلو وروسته بيرته پاکستان ته د اوښتلو کوشش کاوو او پاکستان پوځي پوستو ورسره مرسته کوله.
هندي ځواکونه وایي چې دا کارونه د هند له لورې یوه مناسب ځواب ته اړتیا لري. دا پیښې یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوي دي چې نوي ډیلي د پاکستان یو سفارتکار او اسلام اباد د هند یو سفارتکار له خپلې خاورې د کشمیر په سیمه کې د تاوتريخوالي له وجې وایستل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG