روسي ولسمشر ولادمیر پوتین هغه تورونه رد کړي چې ګواکې روسیه د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې لاسوهنه کوي او ویلي یې دي چې دا ډول دعوې د امریکايي وګړو توجه له اصلي موضوعاتو د اړولو هڅه ده.
ده وویل، په امریکايي انتخاباتو کې د روسیې مداخلې تورونه ((افسانوي او خیالي)) دي. د هغه په خبره، دا ډول دعوې د خلکو توجه له اصلي موضوعاتو لکه د امریکا اقتصادي پورونو او هلته د پولیسانو تاوتریخوالي څخه د اړولو هڅه ده.
هغه زیاته کړه، دا بې معنا خبره ده چې ګواکې امریکا به د روسیې اغېز ته تیاره وي. ده پوښتنه وکړه چې ((ایا ریښتیا هم څوک پر دې باور کوي چې روسیه به د امریکايي ولس پر انتخاب څه ډول نفوذ ولري؟ ایا امریکا یو وروسته پاته هېواد دی؟))
پوتین وویل، امریکا یو ځواکمن هېواد دی او که د ده خبره ناسمه وي، نو څوک دې پوه کړي. پر دې خبرې په تالار کې ناستو خلکو وخندل.
په وروستیو کې امریکايي استخباراتي چارواکو پر روسیې تور پورې کړ چې د ډېموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ نوماندې هېلري کلېنټن د برېښلیکونو په غلا کې لاس لري.