د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غور کې د ولسي افغانانو وژنه دې وڅېړل شي


په غور کې وژل شوي ولسي افغانانو خارو ته سپارل کېږي
په غور کې وژل شوي ولسي افغانانو خارو ته سپارل کېږي

د افغان پارلېمان یو شمېر غړو او مدني فعالانو له حکومته غوښتنه کړې چې په غور ولایت کې د ولسي وګړو د وژنې وروستۍ پېښه دې وڅېړي.

د سېشنبې پر ورځ د وسله والو یوې ډلې چې ځان د اسلامي دولت یا داعش په نوم یادوي، په غور کې ۳۰ کسان په ډزو ووژل.

د پارلېمان غړو او فعالانو تېره ورځ په کابل کې خبري غونډې ته په وینا کې پر حکومت غږ وکړ چې ولایت ته دې زیات امنیتي سرتېري واستوي. هلته، افغان حکومت ډاډ ورکوي چې د وسله والې ډلې پرضد به ژر اقدامات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG