د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې ډرون برید د القاعدې دوه مهم مشران وژلي


امریکا وايي، د افغانستان په کونړ ولایت کې یې د ډرون په وسیله د القاعده شبکې دوه ډېر لوړپوړي چارواکي په نښه کړي دي.

دا خبره د امریکا د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ ناوخته کړې ده خو د امریکا پوځي چارواکي لا هم د تېرې اونۍ په پای کې د تر سره شویو دې بریدونو جاج اخلي.

فرانس پرېس خبري اژانس په کونړ ولایت کې د عیني شاهدانو له خولې لیکلي چې په دې بریدونو کې پنځلس وسله وال وژل شوي دي چې دوه پکې عرب او یو شمېر پاکستاني وسله وال ول.

د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک ویلي چې د القاعده په دې مشرانو کې یو له قطر سره اړه لرونکی فاروق القطني دی کوم چې د افغانستان په شمال ختیځ کې د دې شبکې مشر وو او هلته یې د پټنځایونو جوړولو دنده درلوده.

د پیتر کوک په وینا ، بل بلال ال عطبي وو او هغه هم د لویدیځ پر ضد د پټنځایونو جوړولو ،بهرنیو وسله والوګمارلو او روزلو کار کاوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG