د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د هند پر کونسلګرۍ د برید نیت لرونکي نیول شوي


افغان چارواکي وایي، هغه دوه ترهګر یې نیولي دي چې د دوی په وینا په جلال اباد کې یې د هند پر کونسلګرۍ د برید کولو تکل درلود.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاني د دې پېښې په اړه بېګا مشال راډیو ته وویل چې دا کسان اوس مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

جلال اباد له ډیورنډ کرښې سره پروت د ختیځ ولایت ننګرهار مرکز دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG