د لاسرسي ځای

تازه خبر

مینه پال: په غور ولایت کې د عامو وګړو وژونکو لټون پیل شوی دی


د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

کابل: د افغانستان امنیتي ځواکونو په غور ولایت کې د هغو وسله والو لټون پیل کړی دی چې د سېشنبې په ورځ یې لږ تر لږه شپږ دېرش عام وګړي ووژل.

دا پېښه د غور ولایت د مرکز فیروز کوه په شمال کې رامنځ ته شوې وه.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال بېګا مشال راډیو ته وویل ، امنیتي ځواکونو د لټون عملیات پیل کړي دي.

دواخان مینه پال وویل ، د افغانستان ټولو امنیتي قواوو ته چې په رأس کې یې د امنیتي ارګانونو مسؤلان دي، هغوی ته دنده سپارل شوې ده څو د غور د دغې پېښې عاملانو ته سزا ورکړي."

ملګرو ملتونو او د بخښنې نړیوال سازمان دا پېښه غندلې او وايي ، افغان حکومت باید د دې جدي پلټنه وکړي.

​ د بخښنې نړیوال سازمان – ایمنسټي انټرنشنل – د افغانستان مشرې حریې مصدق مشال راډیو ته وویل، د بخښنې نړیوال سازمان دا جرم د بخښلو وړ نه ګڼي.

حریې مصدق وویل داسې اعمال کیدای شي چې جنګي جرم وګڼل شي."

د غور ولایت چارواکي وايي ، وسله والو دا عام وګړي له هغه وروسته وژلي چې یوه ورځ وړاندې خلکو د حکومت مخالفو وسله والو یو کومندان وواژی.

چارواکي وايي ، دا برید د اسلامي دولت وسله والې ډلې کړی دی خو د هغوی له خوا په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

احمد شیبر

XS
SM
MD
LG