د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کي له کډوالو سره مرستي


د ننګرهار په پچير اګام ولسوالۍ کی پر بې ځایه شویو کورنیو مرستې ووېشل شوې.

د دغه ولایت ویاند عطالله خوږياڼي نن ازدي راډيو ته وویل چې پر يو زرو شل بې ځايه شوو هغو کورنیو مرستې وویشل شوې چې د داعش وسله والو د برید له امله نورو سیمو ته کډه شوې وې.

نوموړي وویل، ټوله مرسته د پنځلس ميليونه افغانيو په ارزښت وه چې د نغدي پېسو ترڅنګ خوراکي او غیر خوراکي مواد هم پکی شامل وو.

دغه کورنۍ تېره اونۍ هغه مهال نورو سیمو ته کډه شوې چې د داعش وسله والو د پچیراګام ولسوالۍ د پاس پچیر په سېمه کې پر پاڅون کوونکو برید وکړ او د خلکو لسګونه کورونه یې وسوځول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG