د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسله والو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي


په شمالي وزيرستان کې امنيتي چارواکي وايي د ګل په ورځ د سيمې په شوال او ګړيوم تحصيل کې وسله والو په امنيتي ځواکونو بريدونه کړي دي.

استخباراتي چارواکو د اکتوبر په ۲۵ مه مشال ريډيو ته ويلي دي چې په شوال تحصيل کې تر سره شوي بريد کې امنيتي ځواکونو ته څه زیان نه دی رسېدلی خو زیاتوي چي په ګړيوم کې شوي بريد کې څلور سرتېري ژوبل شوي دي.

تر دې وروسته امنيتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو پر پټنځايونو مځکني او هوايي حملې کړي دي.

د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني مشال ريديو ته په یو استول شوي پيغام کې دعوا کړی چې په شوال کي یې د پاکستاني پوځ اته سرتېري وژلي خو امنيتي ځواکونه دغه دعوې ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG